ایکناد الخلیج له قوله راپور راکړ،په بحرین کې د قاری نړیوالو سیالیو باندې څارونکي کمیټې ددغه پړاؤ د نهائي مرحلې د ترسره کولو د سریزو د ارزولو لپاره له غونډې وروسته په اپریل میاشت کې د سیالیو د ترسره کولو خبر ورکړ.
په دغې غونډې کې،د نړۍ دقاري د نړیوالو سیالیو د پرمختګ بهیر چې په بحرین کې د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت له خوا ترسره کیږي،وارزول شو. پر دغو کمیټیو او د څلورمې مرحلې پر نتیجو سربیره، ددغه پړاؤ د پایزو دستورو دترسره کولو پروګرام تصویب شو.
ددغو سیالیو مقدماتي مرحله له هرې برخې د درو ګډون کونکو په ټاکلو او نهائي مرحلې ته ددوي په لاره موندلو سره پاي ته ورسیده . دغه غوره کسان د نړۍ دمختلفو هیوادونو د سیالۍ کونکو د لیسټ په سر کې راغلل. د قرآنی علومو، قرائت او تجوید په زمینې کې د متخصصو کارپيژاندو یوه پلاوي ددغو سیالیو د قاضیانو مسئولیّت په غاړه درلود.
د یادولو ده چې د نړۍ د قاري نړیوالو سیالیو دڅلورم پړاؤ مقدماتي مرحله د نړۍ د ۷۴هیوادونو څخه د ۵۰۹۲ ګډون کونکو میرمنو او سړیو په شتون سره ترسره شوه. د سیالیو په دغه پړاؤ کې سیالیو ته نوی برخې ورزیاتې شوې او پر دې سربیره میرمنو هم د ځوان قاری او حافظ په دوو برخو کې سره سیالۍ وکړې. دغه اقدام د قرآن کریم د حفظ په نړیوالو سیالیو کې د شتون لپاره د دوي د چمتووالی او دمیرمنو قاریانو اوحافظانو دمهارت د پياوړي کولو په لړ کې ت رسره شوی دی.